نیمروز؛ دلارام ولسوالۍ کې د بدن ښکلا ټاکنیزې سیالۍ وشوې
د نیمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د بدن ښکلا او فټنس ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا لومړی پړاو ټاکنیزې سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې پنځو ورزشکارانو د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره د نیمروز ولایت د بدن ښکلا ټاکنیزو سیالیو ته وټاکل شول.
د یادو سیالیو موخه د نیمروز ولایت د بدن ښکلا ټاکنیزو سیالیو ته د غوره ورزشکارانو ټاکل و
