کابل کې د زندانيانو دوو لوبډلو ترمنځ د واليبال دوستانه سيالي وشوه

org_admin
Tue, May 19 2026 9:57 PM
کابل کې د زندانيانو دوو لوبډلو ترمنځ د واليبال دوستانه سيالي وشوه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ټولشموله ورزشونو امريت او د زندانونو چارو د تنظیم ښه ادارې د ښوونې او بيا روزنې رياست په همغږۍ د يادې ادارې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې توقیف خونې امريت په ورزشي لوبغالي کې د دوو لوبډلو ترمنځ د واليبال دوستانه سيالي وشوه.

د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې د ښوونې او بيا روزنې رئیس نظر محمد ناصري، د ورزش ادارې فني او مسلکي رئيس محمد يوسف افتخار، د هنډبال ملي فدراسيون رئيس هدایت الله کاموال، له نشه يي توکو په وړاندې د سترې محکمې رئیس مفتي احمد الله احمدي، د ټولشموله ورزشونو امر محمد عارف پیمان، د ورزش ادارې او د زندانونو چارو د تنظیم ادارې مسوولینو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.

په دغو مراسمو کې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د ښوونې او بيا روزنې رئیس نظر محمد ناصري راغلو کسانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د لوبو چمتو کوونکو څخه مننه وکړه او له زندانيانو يې وغوښتل، چې د نشي توکو د استعمال او پېر او پلور څخه ځان وساتي او همدارنګه نوموړي زندانيانو ته د ورزش، تعلیم او حرفوي زده کړو په برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

ورپسې د ورزش ادارې فني او مسلکي رئيس محمد يوسف افتخار د دغو سياليو په ترسراوي خوښي څرګنده کړه، چې د ورزش عام کولو لپاره په زندانونو کې دې ته ورته سيالۍ برابريږي او ورزش يې د جسمي قوت ترڅنګ ذهني او رواني پياوړتیا لپاره مهم یاد کړ او همدارنګه د ورزش ادارې په لاسته راوړنو وغږیده او دوی ته يې د ورزش ادارې د رهبري د همکارۍ ډاډ ورکړ.

په پای کې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې سترې محکمې رئیس مفتي احمد الله احمدي دغه سيالۍ زندانيانو ته د سالمې بوختیا لپاره مهمې يادې کړې او ياد زندان يې د حرفوي زده کړو د زده کولو لپاره غوره وباله، تر څو له خوشې کېدو وروسته يې يو کسب زده وي.

د دغو مراسمو په جريان کې يو د واليبال لوبغالی هم پرانيستل شو، چې په لومړۍ لوبه کې الف لوبډلې خپلې سیالې ب لوبډلې ته د ۱۵/۱۴ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او بریا يې خپله کړه.

يادونې وړ ده، چې د هنډبال ملي فدراسيون رئيس هدایت الله کاموال له لوري د ورزش مسوولینو ته ستاينليکونه او دواړو لوبډلو ته ورزشي توکي هم ورکړل شول.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS