تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې
د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ووشو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ د تنکيو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او د لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې سلطاني لوبډلې لومړی، حسيني لوبډلې دويم او ينګي قلعه لوبډلې بیا درېيم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه د ووشو لوبو ته وده ورکول او د غوره ورزشکارانو موندل و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
