د اندونیزیا اسیا ملتونو جام؛ مولوي احمدالله وثیق د فوټسال ملي لوبډلې له لوبغاړو سره ولیدل

org_admin
Fri, Jan 30 2026 10:00 AM
د اندونیزیا اسیا ملتونو جام؛ مولوي احمدالله وثیق د فوټسال ملي لوبډلې له لوبغاړو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د اندونیزیا په کوربتوب د اسیا ملتونو جام سیالیو په څنډه کې د فوټسال ملي لوبغاړو سره ولیدل، د سعودي عربستان پر وړاندې د دوی د بریا ستاینه یې وکړه او خپل مسوولیت ته یې متوجه کړل.

د فوټسال ملي لوبډلو لوبغاړو هم د ورزش ادارې د عمومي رئیس په لیدنه او هڅونه خوښي او ډاډ څرګند کړ، چې د مالیزیا پر وړاندې سبانۍ لوبې ته یې پوره چمتووالی نیولی او تمعه شته چې دا لوبه به هم وګټي.

د ویلو ده چې افغان فوټسال ملي لوبډلې د اندونیزیا په کوربتوب د اسیا ملتونو جام سیالیو په خپله لومړۍ لوبه کې سعودي عربستان ته د ۳ پر صفر ګولونو په توپیر ستره ماتې ورکړه.

یادې سیالۍ د اندونیزیا په کوربه‌توب په جاکارتا ښار کې د ١٦ هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر ٢٧مه پیل شوي او د فبروري تر ٧مې نېټې به دوام وکړي، چې افغانستان په D ګروپ کې له سعودي عربستان، مالیزیا او ایران سره سیالۍ کوي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS