هرات؛ اوبه ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
Thu, Jan 08 2026 11:09 AM
هرات؛ اوبه ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د اوبه ولسوالۍ له ختيځو سيمو د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د امتيازي جام د فوټبال سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پیل شوې وې د کرغوض لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې کرغوض لوبډلې خپلې سیالې افتخار ارويج لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د اوبه ولسوالۍ په کليو کې د فوټبال لوبو ته وده ورکول، د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول او د غوره لوبغاړو موندل و.

د سياليو په پای کې د اوبه ورزشي امريت له لوري غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS