غزني کې د ورزشکارانو د فکري روزنې زده کړییز سیمینار پیل شو
د افغانستان د ورزش ادارې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د غزني ولایت په ښار کې ۲۰۰ ورزشکارانو ته د فکري روزنې زده کړییز سیمینار پیل شو.
یاد سیمینار د ورزشکارانو د دیني او فکري خبراوي د ظرفیت لوړولو او د ورزشکارانو ترمنځ د اسلامي اصولو او ورزشي فعالیتونو د لا زیاتې همغږۍ په موخه جوړ شوی، چې دوې ورځې به دوام وکړي.
