ننګرهار؛ په مرکز جلال اباد کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ او درملو شرکتونو د اتحاديې په همغږۍ د ختيځ زون د درملو شرکتونو د اتحاديې له لوري په سراج الامارت بڼ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو لومړۍ لوبه د خان روغتون فارما ايلون او احمد سيار لوبډلو ترمنځ وشوه، لومړی توپوهنه احمد سيار لوبډلې وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته د شپږو لوبغاړو په زيان ۹۶ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې خان روغتون لوبډلې د شپږو لوبغاړو په زيان ۷۰ منډې جوړې کړې او په ۲۶ منډو يې ماتې وخوړه.
د يادونې وړ ده چې دغه سيالۍ به درې مياشتې دوام وکړي او موخه يې ورزش ته وده ورکول ياد شوي دي.
