ننګرهار؛ په مرکز جلال اباد کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۱:۹
ننګرهار؛ په مرکز جلال اباد کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ او درملو شرکتونو د اتحاديې په همغږۍ د ختيځ زون د درملو شرکتونو د اتحاديې له لوري په سراج الامارت بڼ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو لومړۍ لوبه د خان روغتون فارما ايلون او احمد سيار لوبډلو ترمنځ وشوه، لومړی توپوهنه احمد سيار لوبډلې وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته د شپږو لوبغاړو په زيان ۹۶ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې خان روغتون لوبډلې د شپږو لوبغاړو په زيان ۷۰ منډې جوړې کړې او په ۲۶ منډو يې ماتې وخوړه.

د يادونې وړ ده چې دغه سيالۍ به درې مياشتې دوام وکړي او موخه يې ورزش ته وده ورکول ياد شوي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۱:۵۰
Background image

کندز؛ په چهاردره ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د چهاردره ولسوالۍ په خروټو سیمه کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې یوه شپه یې دوام وکړ پای ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۱:۲۲
Background image

د افغانستان له ١٧ کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې مشر روزونکي او رهبري پلاوي له لوبغاړو سره تيوريکي غونډه ترسره کړه.

د افغانستان له ١٧ کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې مشر روزونکي او رهبري پلاوي له لوبغاړو سره تيوريکي غونډه ترسره کړه.

په دغه غونډه کې د لوبې د اصولو، اخلاقو او همداراز لوبغاړو ته د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۱:۱۴
Background image

ننکرهار؛ په شېرزادو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري په شېرزادو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې يوه مياشت وړاندې پيل شوې پای ته ورسېدې.

. . .

BACK TO NEWS