کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوه
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوه.
د سیالۍ په پای کې مطیع الله پهلوان اعلان شوی آخرلاق د حلال تر دایرې ورساوه او د ډالیو ګټونکی شو.
دا سیالۍ د خلکو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوه، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
