پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
Sat, Nov 01 2025 2:47 PM
پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د جلالزو او هستي کلا لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه جلالزو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو اوو اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ٩٩ منډو هدف وټاکه. هستي کلا لوبډلې د هدف په تعقیب کې د اتو ویکټو په زیان ٨٤ منډې وکړې او د ١٤ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ لرې پرتو سیمو کې ورزش ته د ودې ورکولو په موخه پیل شوي دي، چې ١٧ ورځې به دوام وکړي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS