د کابل څخه تر جلال اباد پورې نږدې ۵۰ بايسکل ځغلونکو ترمنځ د بايسکل ځغلونې دوستانه سيالۍ پای ته ورسېدې 

org2_admin
Sat, Oct 11 2025 9:31 AM
د کابل څخه تر جلال اباد پورې نږدې ۵۰ بايسکل ځغلونکو ترمنځ د بايسکل ځغلونې دوستانه سيالۍ پای ته ورسېدې 

د المپيک. بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د بايسکل ځغلونې او موټر سايکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري او د ګلبهار انوسټمنټ شرکت په مالي ملاتړ د کابل ښار دملک اصغر له څلور لارې څخه تر جلال اباد ښار پورې نږدې ۵۰ بايسکل ځغلونکو ترمنځ د بايسکل ځغلونې دوستانه سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ د ۵۰ بايسکل ځغلونکو له لوري په سرکوي ( جاده يي) او غرني ( کوهستاني) دوو جلا سبکونو د ترسراوي تر څنګ ۲۵ بايسکل ځغلونکو له لوري په فري سټايل سبک کې ورزشي نندارې هم ترسره شوې.

 دغه سيالۍ د مرکز، ميدان وردګ، لوګر، ننګرهار او لغمان ولايتونو بايسکل ځغلونکو ترمنځ د کابل ښار څخه تر جلال اباد پورې ترسره شوې، چې په پايله کې محمد شريف يعقوبي لومړی نقيب الله توطاخېل دويم او سعيد الله سادات بيا درېيم مقام خپل کړ.

د يادو سياليو موخه را تلونکو سياليو ته د بايسکل ځغلونکو لا ښه چمتوالی و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS