غزني کې د جاغوري معارف جام د فوټسال او والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
Mon, Oct 06 2025 1:22 PM
غزني کې د جاغوري معارف جام د فوټسال او والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د جاغوري ولسوالۍ ورزشي مدیریت له لوري او د بنیاد رحیمیان په مالي ملاتړ په یادې ولسوالۍ کې د جاغوري معارف جام د فوټسال ۲۱ لوبډلو او والیبال ۲۵ لوبډلو ترمنځ د فوټسال او والیبال سیالۍ د سلطاني الف لېسې فوټسال لوبډلې او د پسرانه بابه لېسې والیبال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې سلطاني الف لېسې لوبډلې خپلې سیالې شهدا حیدر فوټسال لوبډلې ته د ۴/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د والیبال لوبې په پایلوبه کې پسرانه بابه لېسې لوبډلې خپلې سیالې شهداء غوغه لوبډلې ته د ۳/۱ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه

د یادو سیالیو موخه د فوټسال او والیبال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو هڅول و، چې درې اوونۍ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې غوره لوبډلو ته د اتلولۍ جامونه او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS