ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
Sat, Oct 04 2025 9:14 AM
ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز جلال آباد ښار اتمه ناحیه کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د خوځښت او قاضیانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه قاضیانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٠٤ منډو هدف وټاکه. خوځښت لوبډلې ټاکلی هدف د دوو ویکټو په زیان د لوبې په اتم اور کې ترلاسه کړ او د اتو ویکټو په توپیر یې د سیالیو لومړۍ بریا خپله کړه.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پیل شوي دي، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS