پروان؛ غوربند ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په غوربند ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې شېخ علي لوبډلې خپلې سیالې معارف و تحصیلات لوبډلې ته د ۳/۱ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه والیبال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې څلور ورځې یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د ورزش امریت له لوري غوره لوبډلې او لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.
