بلخ کې ۱۵ تنو ته د کیک بوکسینګ لوبڅارۍ او روزنې سیمینار پيل شو

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کیک بوکسینګ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې ۱۵ تنو ته د کیک بوکسینګ لوبڅارۍ او روزنې سیمینار پيل شو، چې څلور ورځې به دوام وکړي.
دغه سیمینار به د استاذ حمید ګلزاد تر نظارت لاندې ترسره شي او ګډون کوونکو لوبڅارانو او روزونکو ته به د یاد ورزش په کلیدي او پرمختللو مفاهیمو او د لوبو حاکمیت په موضوعاتو تدریس وکړي.
د یاد سیمینار موخه د لوبڅارۍ او روزنې د مهمو مفاهیمو سره د لوبڅارانو او روزونکو بلدتیا ده.