جوزجان کې د ۱۲ کلنو او ۱۴ کلنو ځوانانو د فوټبال لیګ پای ته ورسېده

org_admin
Mon, Sep 08 2025 10:15 PM
جوزجان کې د ۱۲ کلنو او ۱۴ کلنو ځوانانو د فوټبال لیګ پای ته ورسېده

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ۱۲ کلنو او ۱۴ کلنو ځوانانو د فوټبال لیګ پای ته ورسېده.

په دغو سیالیو کې د ۱۴ کلنو ځوانانو شپږو لوبډلو ګډون کړی وو، چې د جوانان همبستګي ب لوبډلې په پنځو بریاوو سره اتلولي خپله کړه او د ۱۲ کلنو ځوانانو اتو لوبډلو ګډون کړی وو، چې جوانان همبستګي الف لوبډلې په اوو بریاوو سره اتلولي خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د غوره لوبغاړو موندل، د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول او فوټبال لوبو ته د ځوانانو هڅول و؛ چې دوې میاشتې یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د جوزجان ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې او لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS