خوست؛ گربزو ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
Tue, Sep 02 2025 3:03 PM
خوست؛ گربزو ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د گربزو ولسوالۍ په بوريخېلو کلي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ لس اوريز ليگ سيالۍ پيل شوې.

د يادو لومړۍ لوبه د شېرشي اتلانو او شيخ امير تندر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه شېرشي اتلانو لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۷۴ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې شيخ امير تندر لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۴۳ منډې وکړې او لوبه يې د ۳۱ منډو په توپير وبايلله.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ د ليگ په شکل ترسره کېږي او شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS