د هیندبال فدراسیون مخینه

Anonymous (not verified)
د هیندبال فدراسیون مخینه

هینډبال یو له هغه سپورټونو دی چې زیاد ورته والی له فوټبال سره لری ، مګر په دی فرق چی دا لوبه د لاسونو سره تر سره کیږي. او د پښی کارول په کی فول کڼل کیږی دا لوبه په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره له ۱۳۲۴ لمریز کال وروسته د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د سپورت په مضمون کې د معارف په نصاب کې شامله شو ، چې زده کوونکو ته د یوه الماني وکړی (مسترتش) له خوا تدریس کېده، چې په هغه وخت کې زده کوونکو له ۱۱ لوبغاړو سره یاده لوبه تر سره کوله.په ۱۳۴۹ لمریز کال کې کله چی د لومړۍ دورې دبدنی روزنی مسلکی فارغان له بهر څخه راستانه شول د بدنی روزنی به ښونځی کی د زده کونکو په منځ کې د ۷ کسیزه هنډبال رواج کړ

له ۱۳۵۱ کال وروسته د بدنی روزنی د دويمې دورې مسلکی افغان محصلين له بهر څخه خپل هېواد ته راستانه شول، چې د هغوی په منځ کی يو پوهاند غلام سخي محمدي و، چې د اووه کسیزه هنډبال لوبې د اصولو او مقرراتو په وده کې يې ستر خدمت وکړ. او لسګونه روزونکي، لوبغاړي يې د بدني روزنې د انستيتوت او شخصي کلبونو له لارې ټولنې ته وړاندی کړل.په ۱۳۵۹ کال کې د افغانستان د ورزشی اردو کلوب، کابورا، شاهین، ملي امنیت او د کورنیو چارو وزارت جوړ شول او تر منځ یې هر کال سیالۍ ترسره کېدې، تر دې چې په ۱۳۵۹ کې د هنډبال فدراسیون د المپیک په ملي کمیټه کې شامل شو چې مشري یې سید ابراهیم شمیم ​​کوله. وروسته پوهاند غلام سخي محمدي د هنډبال فدراسیون د رئیس په توګه وټاکل شو او ورپسې استاد عباس، دگر جنرال محمد ظاهر اغبر، سید ذکریا اغا، محمد یوسف نیازی او په ۱۳۹۷ کال کې په مرکز کې د ورزشي فدراسیونونو د ټاکنو په ترسره کولو سره هدایت الله مهمند کامه وال د دغه فدراسیون د رئیس په توګه وټاکل شو

او په ولایتونو کې (هرات، پکتیا، غور، میدان وردګ، بامیان، غزني، لوګر، جوزجان، ننګرهار، کنړ، لغمان، سرپل، بلخ، پروان، دایکندي او کابل) څانګی لری

۵ نړیوال روزونکي او ۱۵ ملی روزونکي . همدا راز ۱۰ ملي او ۴ نړیوال لوبڅاران لري.

چې د ملي لوبډلې د غړو شمېریی ۷۰ تنو ته رسیږي، اوس محال په ولایتونو کې ۷۶ او په مرکز کې ۱۵ لوبډلې لري.

هینډبال یوه ټولنیزه لوبه ده چې په یو ځانګړي لوبغالی کی چی اندازه یی څلویښت په شلو کی ده دوه اوو کسیزه ټیمونو سره په دوه پاڼی کی ترسره کیږي چې هره پاڼی یی 30 دقیقې چی د دواړو پاڼی تر منځ 10 دقیقې تفریح ​​​​لری .

د دی لوبی د مخکښانو په نوم لړکی کې محمد یوسف نیازی، محمد اکبر عمرخیل، فریدون میرزایار، محمد بشیر صافی، احمدشاه عطايي، محمد ابراهیم رحیمي، علي فیاض صدیقي، محمد بشیر افضلي، محمد معین سرشار، عبدالوهاب ناصري، محمد رحیم شامل دی . په ۱۳۸۲ لمریز کال کې، د هینډبال نړیوال فدراسیون دا فدراسیون په رسمیت وپیژانده.