بامیان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې

د بامیان ولایت د بدني روزنې ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې ګلزار لوبډلې خپلې سیالې شهیدان لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول دي، چې یوه اونۍ به دوام وکړي.