بامیان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې

org_admin
جمعه ۱۴۰۴/۶/۷ - ۹:۲۰
بامیان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې

د بامیان ولایت د بدني روزنې ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې ګلزار لوبډلې خپلې سیالې شهیدان لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول دي، چې یوه اونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۱:۰
Background image

د کندز مرکز ښار کې د ۹۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ښار کې د ۹۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې.

پ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۰:۵۸
Background image

غزني کې د ۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ووشو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ښار کې د ۱۱۰ ورزشکارانو ترمنځ په تالو او ساندا سبکونو کې د ووشو ټاکنیزې سیالۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۰:۵۶
Background image

غزني؛ واغظ ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په واغظ ولسوالۍ کې د یووالي جام په نوم د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پيل شوې.. . .

BACK TO NEWS