د ورزشي فدراسیونونو له رئیسانو سره د بدني روزنې او ورزش او المپیک ملي کمیټې د سرپرست ناسته

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۸/۲۳ - ۸:۳۵
د ورزشي فدراسیونونو له رئیسانو سره د بدني روزنې او ورزش او المپیک ملي کمیټې د سرپرست ناسته

د ورزشي فدراسیونونو له رئیسانو سره د بدني روزنې او ورزش او المپیک ملي کمیټې د سرپرست ناسته

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او د المپیک ملي کمېټې مشرتابه پلاوي نن له غرمې وروسته د المپیک ملي کمېټې د غونډو په تالار کې د ټولو ورزشي فدراسیونونو له رئیسانو سره وکتل.

د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست او د المپیک ملي کمېټې رئیس انجنیر نظرمحمد مطمئن د ورزشي فدراسیونونو ټولو رئیسانو ته د هغوی د راتګ هرکلی وویل او لومړی یې د ورزشي ټولنې د وروستیو اتلولیو او لاسته راوړنو له امله ټولو ته مبارکي وویله او ټینګار یې وکړ چې ستاسو هڅې دي چې زموږ لوبغاړي په دک لاس هېواد ته راستانه کیږي.

ښاغلي مطمئن د ورزشي فعالیتونو پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې په مرکز او ولایتونو کې باید ورزشي پروګرامونه پیل شي، څو ورزشکاران له ورزش څخه لرې پاتې نه شي.

ورپسې د ورزشي فدراسیونونو رئیسانو د ورزشکارانو د ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې او د ورزش ریاست له مشرتابه یې وغوښتل چې د ورزشکارانو د ملاتړ په برخه کې له هیڅ راز امکاناتو څخه ډډه ونه کړي.

په پای کې د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست او د المپیک ملي کمېټې رئیس نظرمحمد مطمئن د ټولو ورزشي فدراسیونونو له رئیسانو سره ژمنه وکړه‏ چی د لوبو ډګر به له سياسي، ګوندي او ژبني تعصبه پاک ساتو، د لوبغاړو حقونه به ورکوو، لوبغاړي به هڅوو او د لوبغاړو څخه به په هيڅ نوم پيسې نه اخيستل کيږي.

لوبغاړي هيواد ته وياړ راوړي؛ موږ يې درناوی کوو همدا رنگه موږ ژمن یو چې د ورزشکارانو د ستونزو د حل لپاره به اقدام کوو او هیچا ته به اجازه ورنکړو چې له ورزش او ورزشکارانو څخه ناوړه ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۱:۵۴
Background image

د بغلان مرکز کې د ۳۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت ورزشي جمنازيوم پرانیستل شو

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د يو ملي سوداګر سيد مدثر له لوري د ياد ولايت د مرکز پلخمري ښار په قند فابريکې ښار ګوټي کې د ۳۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت ورزشي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۱:۵۲
Background image

غزني؛ د ديارسنايي غرختنې لوبډله د خوږياڼي ولسوالۍ غرونو ته وختله

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د غرختنې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې د ديارسنايي غرختنې ۱۳ کسيزه لوبډله د خوږياڼي ولسوالۍ غرونو ته وختله.

ياده لوبډله. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۱:۴۸
Background image

غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د فوټسال سيالۍ د نويد حيدرا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د جاغوري ولسوالۍ ورزشي مديريت او د حاجي علي جان ورزشي کلب له لوري په یادې ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.. . .

BACK TO NEWS