خوست؛ موسی خېلو ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
Mon, Aug 18 2025 3:09 PM
خوست؛ موسی خېلو ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د موسی خېلو ولسوالۍ په مرغې جواس سيمه کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې دوې مياشتې مخکې پيل شوې وې د پيرانو زلميو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د پيرانو زلميو او مهرال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه پيرانو زلميو لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته د ۱۷۶ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې مهرال لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۵۸ منډې وکړې او لوبه يې د ۱۷ منډو په توپير وبايلله.

ياده دې وي، چې د دغو سياليو په پای کې اتلې لوبډلې ته ۱۰٫۰۰۰ زره افغانۍ او دويم مقام گټونکې لوبډلې ته ۴٫۰۰۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS