خوست؛ موسی خېلو ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۵:۹
خوست؛ موسی خېلو ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د موسی خېلو ولسوالۍ په مرغې جواس سيمه کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې دوې مياشتې مخکې پيل شوې وې د پيرانو زلميو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د پيرانو زلميو او مهرال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه پيرانو زلميو لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته د ۱۷۶ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې مهرال لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۵۸ منډې وکړې او لوبه يې د ۱۷ منډو په توپير وبايلله.

ياده دې وي، چې د دغو سياليو په پای کې اتلې لوبډلې ته ۱۰٫۰۰۰ زره افغانۍ او دويم مقام گټونکې لوبډلې ته ۴٫۰۰۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۰
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د یاران نبي زاده لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سياليو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۳۷
Background image

سمنگان؛ حضرت سلطان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د ياد ولايت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د دغو سياليو په پايلوبه کې قا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۳۰
Background image

خوست؛ تڼیو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د دور ملکې لېسې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS