نورستان؛ مرکز پارون ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د مرکز پارون په مندي کلي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې تندر جوانان لوبډلې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۹۰ منډو هدف وټاکه په مقابل کې کشتوز اتحادیه لوبډلې ۸۵ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۵ منډو په توپير ماتې وبایلله.
د یادو سیالیو موخه د ټېپ بال کرېکټ ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې اته ورځې یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.
