د کابل ښار د لویانو ورزشکارانو د پهلوانۍ منتخبې لوبډلې ۸۰ ورزشکاران وستایل شول

org2_admin
Sun, Aug 10 2025 3:12 PM
د کابل ښار د لویانو ورزشکارانو د پهلوانۍ منتخبې لوبډلې ۸۰ ورزشکاران وستایل شول

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په همکارۍ د پهلوانۍ ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار د لویانو ورزشکارانو د پهلوانۍ منتخبې لوبډلې ۸۰ ورزشکاران په معنوي او مادي ډالیو وستایل شول.

د ستاینغونډې په دغو مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدارڼ، د ورزش ادارې ورزشي مشاور او د پهلوانۍ ملي فدراسیون رئیس قاري حیات الله رحماني، د المپيکي چارو رئیس داد محمد پاینده اختري، د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش رئیس مولوي عتیق الله خالد، د پلان او ستراتېژۍ مشاور ګلاب الدین خپلواک او د منتخبې لوبډلې ورزشکارانو ګډون کړی وو.

د یادونې وړ ده، چې د کابل ښار د لویانو ورزشکارانو د پهلوانۍ ټاکنیزې سیالۍ، چې څو ورځې مخکې د کابل ښار د پنځو زونونو د ۱۷۰۰ پهلوانانو ترمنځ ترسره شوې، چې په پایله کې ۸۰ غوره پهلوانان د کابل ښار د لویانو ورزشکارانو د پهلوانۍ منتخبې لوبډلې ته ټاکل شوي وو.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS