په هلمند ولايت کې د ۱۶ کلنو فوټبال سيالۍ د ذکور لېسې په اتلولي پای ته ورسېدې.

Afzal-af
Thu, Nov 11 2021 8:36 AM
په هلمند ولايت کې د ۱۶ کلنو فوټبال سيالۍ د ذکور لېسې په اتلولي پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ د ١٦ کلنو فوټبال منتخبې لوبډلې د انتخاب په موخه د هلمند ولايت د ٨ لوبډلو ترمنځ ترسره شوې وې او نن ۱۹/۸/۱۴۰۰ پای ته ورسېدې.

د دې سياليو پای لوبه د ذکور لېسې او غربي لېسې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په ټاکلي وخت ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده او په پنالټي ضرباتو کې د ذکور لېسې لوبډلې وکولای شول، چې د غربی لېسې ته ۵-۴ ماتې ورکړي او اتلولی ترلاسه کړي.

د دغو سیالیو په پای کې د غوره لوبغاړي عنوان فرهاد جان، غوره ګول وهونکي لقب محمد حنیف او د غوره ګول ساتوونکئ عنوان مصطفی کاظمي ته ورکړل شول.

د یادولو وړ ده چې د مراسمو په پای کې پر لوبغاړو او لوبڅارانو جایزې وویشل شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS