کونړ؛ منورې ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
Wed, Aug 06 2025 9:49 AM
کونړ؛ منورې ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت منورې ولسوالۍ په حصارې سيمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ، چې ۱۵ ورځې وړاندې پیل شوې وې پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د مارکيټ ځوانانو او محصلينو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه محصلينو لوبډلې وکړه او په ټاکلو ۱۰ اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د درېيو لوبغاړو د ۱۴۴ منډې هدف کېښود، د‌ لوبې په دويمه پاڼۍ کې مارکيټ ځوانانو لوبډلې د ټولو لوبغاړو په زيان ۵۹ منډې وکړې او په اوو ویکټو يې ماتې وخوړه.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS