خوست؛ مرکز متون ښار کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
Mon, Jul 21 2025 9:50 AM
خوست؛ مرکز متون ښار کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز متون ښار اړوند پټارې کلي کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شفیع الله لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د ستومان او شفیع الله لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه شفیع الله لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د څلورو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٩٩ منډو هدف وټاکه. ستومان لوبډلې د هدف په تعقیب کې د اتو ویکټو په زیان ١٤٠ منډې وکړې او د ٥٨ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS