ارزګان؛ مرکز ترينکوټ ښار کې د دېرش لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
Mon, Jul 21 2025 9:42 AM
ارزګان؛ مرکز ترينکوټ ښار کې د دېرش لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز ترينکوټ ښار کې د دېرش لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د ګولډن سټار او ځوان پاچا لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه ګولډن سټار لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ١١٨ منډو هدف وټاکه. ځوان پاچا لوبډلې د هدف په تعقیب کې د پنځو ویکټو په زیان ٩٩ منډې وکړې او د ١٨ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پیل شوي دي، چې شل ورځې به دوام وکړي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS