غور؛ لعل‌وسرجنګل ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې

org_admin
Sun, Jul 20 2025 10:57 PM
غور؛ لعل‌وسرجنګل ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په لعل‌وسرجنګل ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې ګرمااب لوبډلې په پنالټیو کې خپلې سیالې مرکز خمشور لوبډلې ته د ۴/۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د فوټبال ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د ورزش امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS