د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د هرات ولایت له ورزشي ادارې لیدنه وکړه

org2_admin
Tue, May 27 2025 5:20 PM
د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د هرات ولایت له ورزشي ادارې لیدنه وکړه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق او ورسره مله پلاوي یې د هرات ولایت له بدني روزنې او ورزش ریاست څخه لیدنه وکړه او د یاد ریاست کارمندانو ته یې په خپلو برخو کې لازمې لارښوونې وکړې.

په دې لیدنه کې، چې د هرات ولایت د ورزشي ادارې رئیس مفتي عبدالرحیم رحماني رهبري پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د وروستیو میاشتو د کړنو تفصلي ګزارش یې وړاندې کړ. په ناسته کې د یادې ادارې د کارمندانو نظرونه او وړاندیزونه هم واورېدل شول.

ښاغلي وثیق په خپلو خبرو کې دوی ته وویل: موږ تل هڅه کړې، چې خپلو امکاناتو ته په کتو د ولایتونو ورزشي ادارو ته ځانګړې پاملرنه وکړو، هرات د ورزش له اړخه غني ولایت دی، تاسې کوښښ وکړئ، چې خپل مسؤلیتونه په ښه بڼه اداء کړئ او په خپلو کارونو کې له پوره اخلاص او توجه څخه کار واخلئ.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS