بغلان کې د ۶۴ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو فدراسیون د توان سبک دویم پړاو سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
Tue, May 27 2025 4:46 PM
بغلان کې د ۶۴ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو فدراسیون د توان سبک دویم پړاو سیالۍ ترسره شوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ د یاد ولایت په مرکز کې د کابل، کندز، بدخشان، تخار او بغلان ولایتونو د ۶۴ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو فدراسیون د توان سبک دویم پړاو سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې د بغلان ولایت ورزشکارانو د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی، کابل ورزشکارانو دویم او د کندز ولایت ورزشکارانو بیا درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه د رزمي لوبو فدراسیون د توان سبک ته وده ورکول او د ځوانانو هڅول و، د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS