کابل؛ د کابل ختيځ زون د جمناسټیک پسرلني جام تر نامه لاندې د استعداد موندنې پينځم پړاو سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
Mon, May 12 2025 7:15 PM
کابل؛ د کابل ختيځ زون د جمناسټیک پسرلني جام تر نامه لاندې د استعداد موندنې پينځم پړاو سیالۍ ترسره شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ د جمناسټیک ملي فدراسيون له لوري د کابل ختيځ زون د ۱۰ کلپونو څخه د ۶۰ لوبغاړو ترمنځ د جمناسټیک پسرلني جام تر عنوان لاندي د استعداد موندنې پينځم پړاو يو ورځنۍ سيالۍ د دې رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې ترسره شوې.

په دې سیالیو کې ۶۰ ورزشکارانو په څلورو عمري کټګوريو ( کوچنيانو، نوي ځوانانو، ځوانانو او لويانو ) په دوه سبکونو فلور( دوشک) او پريش روي ميز کې برخه اخيستې وه، چې په پای کې يې ۲۵ لوبغاړو د کابل جمناسټیک ټاکنيزو سياليو ته لار وموندله.

د يادونې وړ ده، چې يادې سیالۍ د کابل د ختيځ زون څخه د کابل منتخبې لوبډلې راتلونکو ټاکنيزو سياليو ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه پيل شوې وې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS