کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د اووه لوبډلو ترمنځ د قهرمان ليګ په نوم د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
Sun, May 11 2025 11:04 AM
کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د اووه لوبډلو ترمنځ د قهرمان ليګ په نوم د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د‌ کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند دفوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اووه لوبډلو ترمنځ د قهرمان ليګ په نوم د فوټبال سيالۍ د اسيا ګروپ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د خورشيد او اسيا ګروپ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې اسيا ګروپ لوبډلې خپلې سیالې خورشید لوبډلې ته د۵/۴ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې يوه مياشت يې دوام وکړ.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS