بدخشان؛ خاش ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
Sun, May 04 2025 6:59 PM
بدخشان؛ خاش ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې

د بدخشان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دودیزو لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خاش ولسوالۍ کې له مرکز او ولسوالیو د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ، چې درې ورځې مخکې پيل شوې وې پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایله کې له ارګو ولسوالۍ څخه نجیب مختار پهلوان، له بهارک ولسوالۍ څخه بصیر بابا شور پهلوان او له بهارک ولسوالۍ څخه غلام خدایي پهلوان د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره بریاوې خپلې کړې.

د یادو سیالیو موخه د بدخشان ولایت چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې ورزش ته وده ورکول و؛ د سیالیو په پای کې غوره چاپندازانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS