ننګرهار؛ په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د اقصی جام په نوم د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند وزیرو سیمه کې د اقصی جام په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه د قیلغو منتخبې او چپرهار لوبډلو ترمنځ ترسره شوې او په پایله کې د وخت د کمښت له امله مساوي پای ته ورسېدې او د اتلولۍ کپ مېلمنې چپرهار لوبډلې ته ورکړل شو.
یاده دې وي، چې په دغو سیالیو کې د ننګرهار، لغمان، کنړ، لوګر او کاپیسا ولایتونو لوبډلو هم ګډون کړی و او یوه اوونۍ یې دوام وکړ.