هلمند؛ په لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پسرلي جام په نوم د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
Sat, Apr 26 2025 5:19 PM
هلمند؛ په لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پسرلي جام په نوم د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند په لسمه حوزه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د پسرلني جام په نوم د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو لومړۍ لوبه د حاجي صادق او زرغون کلي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، حاجي صادق لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۲۱۱ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د زرغون کلي لوبډلې په ټولو اورونو کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۷ منډې جوړې کړې او د ۳۳ منډو په توپير يې لوبه وبایلله.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول دي، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS