بلخ ياران عمر لوبډلې د شمال زون فوټسال سیالیو اتلولي وگټله

org_admin
Tue, Apr 15 2025 1:22 PM
بلخ ياران عمر لوبډلې د شمال زون فوټسال سیالیو اتلولي وگټله

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسيون له لوري او د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د ياد ولايت په مرکز امام خميني جمنازيوم کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د شمال زون فوټسال سيالۍ، چې پنځه ورځې مخکې پيل شوې وې د بلخ ياران عمر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په يادو سياليو کې د بلخ ياران عمر، جوزجان نظري کلب، فارياب اميد جاويدان، سرپل او سمنگان لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايله کې بلخ ياران عمر لوبډلې بې له کومې ماتې د ۱۲ امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړی، جوزجان نظري کلب لوبډلې دويم او فارياب اميد جاويدان لوبډلې بيا درېيم مقام خپل کړ.

د ويلو وړ ده، چې يادې سيالۍ د افغانستان زونونو په کچه د فوټسال دويم پړاو غوره ليگ سياليو ته د لار موندنې په موخه ترسره شوې، چې په پای کې د بلخ ولايت څخه ياران عمر لوبډلې لار پېدا کړه.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS