تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال رمضان جام سیالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له له لوري د یاد ولایت په مرکز تالقان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال رمضان جام سیالۍ د شیوا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې شیوا لوبډلې خپلې سیالې کهکشان لوبډلې ته د ۷/۴ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د ولایت په کچه د فوټسال لیګ ته د څلورو غوره لوبډلو لاره موندل و، چې څوارلس ورځې یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.