تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال رمضان جام سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۰:۱۴
تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال رمضان جام سیالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له له لوري د یاد ولایت په مرکز تالقان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال رمضان جام سیالۍ د شیوا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې شیوا لوبډلې خپلې سیالې کهکشان لوبډلې ته د ۷/۴ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د ولایت په کچه د فوټسال لیګ ته د څلورو غوره لوبډلو لاره موندل و، چې څوارلس ورځې یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۲۱:۱
Background image

ننگرهار؛ پچيراگام ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په پچيراگام ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د لوی اختر نمانځلو په موخه د ټېپ بال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۲۰:۴۲
Background image

افغان فوټبال ملي لوبډلې له سوریې ماتې وخوړه

افغان فوټبال ملي لوبډلې د ٢٠٢٧ فوټبال اسیا جام سیالیو ته د لار موندنې په موخه، خپله دویمه لوبه سوریې ته د ٠ - ١ ګول په توپیر بایلوده.

دغه سیالي چې د سوریې په کوربتوب په سعودي عربستان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۲۰:۴۰
Background image

د افغانسان ۲۰ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د تاجکستان پر وړاندې سیالي بایلوده

د افغانستان له ۲۰ کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا له ۲۰ کلنو کم عمره فوټبال سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د ۲ – ۰ ګولونو په توپیر تاجکستان ته بایلوده.

افغانستان به خپله. . .

BACK TO NEWS