افغان فوټسال لوبډلې د ګرین لنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه

org2_admin
Fri, Mar 07 2025 11:23 AM
افغان فوټسال لوبډلې د ګرین لنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د برازیل فوټسال څلور اړخیزو نړيوالو سیالیو کې، چې د دغه هېواد په کوربه‌توب ترسره کېږي، د ګرین لنډ فوټسال ملي لوبډلې ته د ۵ – ۴ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.

په دغه سیالۍ کې امید قنبري، خداداد ابراهیمي، فرزاد محمودي او بخمن ګرګیچ د افغانستان په ګټه ګولونه ووهل.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان فوټسال لوبډله به سبا د (مارچ پر اتمه) خپله دویمه سیالي له برازیل فوټسال لوبډلې سره وکړي.

د برازیل فوټسال څلور اړخیزې نړيوالې سیالۍ د افغانستان، ایران، ګرین لنډ او برازیل هېوادونو په ګډون، د روان میلادي کال د مارچ میاشتې پر درېیمه پیل شوي او د همدې میاشتې تر نهمې نېټې به دوام ولري.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS