ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
Sat, Feb 08 2025 10:44 AM
ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د چهاردهي ځوانانو او غازي آباد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه چهاردهي ځوانانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د اتو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ٩٨ منډو هدف وټاکه. غازي آباد لوبډلې ټاکلی هدف د شپږو ویکټو په زيان ترلاسه کړ او د څلورو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو لومړۍ لوبه وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي او ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پیل شوي دي، چې ١٦ ورځې به دوام وکړي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS