د فوټسال ملي لوبډلې له روزونکي مجيد مرتضايي سره د روزنې یو کلن قرارداد تمدید شو

org_admin
Wed, Feb 05 2025 1:36 PM
د فوټسال ملي لوبډلې له روزونکي مجيد مرتضايي سره د روزنې یو کلن قرارداد تمدید شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسيون، د يو بل کال لپاره مجيد مرتضايي د فوټسال ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وټاکه.

له مجيد مرتضايي سره د تړون د غځولو په مراسمو کې د فوټبال فدراسیون رئيس محمد يوسف کارګر، د ياد فدراسیون مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ او د فوټسال ملي کمېټې تخنيکي مرستيال فريد احمد يوسفزی او د رسنيو استازو ګډون کړی وو.

په دغه مراسمو کې د فوټبال فدراسیون رئيس محمد يوسف کارګر، د فوټسال ملي لوبډلې وروستۍ لاسته راوړنې د مجيد مرتضايي د غوره روزنې پايله ياده کړه او زیاته يې کړه، چې افغانستان فوټسال ملي لوبډله په ۲۰۲۴ کال کې له بل هر وخت ښه وځلیده.

بل لور ته مجيد مرتضايي د افغانستان فوټبال فدراسیون له يو ځل بیا باور کولو څخه خوښې وښوده او زیاته يې کړه، چې زه به تر وروستي حده کوښښ کوم، چې د فوټسال ملي لوبډلې اوسنی موقف وساتم او لا پرمختګ ورکړم.

مجيد مرتضايي له ايران هېواد څخه دی، چې له ۲۰۲۲ ميلادي کال راهيسې د فوټسال ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه دنده ترسره کوي.

د يادونې وړ ده، چې د مجيد مرتضايي تر روزنې لاندي د فوټسال ملي لوبډلې په لومړي ځل د فوټسال نړيوال جام سياليو ته لار ومونده او هم يې د مرکزي اسيا فوټسال سياليو کې دويم مقام ترلاسه کړ.a

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS