دکمال خان بند د پرانیستې په ویاړ د شیخ زاید پوهنتون کې د والیبال سیالۍ په لاره واچول شوې

Afzal-af
Wed, Mar 17 2021 1:00 PM
والیبال

پرون سه شنبې ورځ دشیخ زاید پوهنتون محصلانو چارو معاونیت د دولسو پوهنځیو ترمنځ د کمال خان بند د خوشالیو لمانځلو په مناسبت د والیبال سیالۍ پیل شوې . د خوست د بدنی روزنی او سپورت د معلوماتو سره سم د یادو سیالیو ټاس اچوونه کې دشیخ زاید پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال، اداري مرستیال، دپوهنځیو رئیسانو، استادانو سر بیره د خوست ولایت د ورزشي امریت امر هم ګډون درلود، چې د اقتصاد او ادبیاتو پوهنځیو ټیمونو ترمنځ د لوبو سیالي پیل شوه.

په پیل کې دمحصلانو چارو مرستیال پوهنیار محمدداود بابکرخیل د کمال خان بند د ارزښت او د اوبو مدیریت په تړاوو خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې افغانان نن یو لوی ملي ارمان ته په رسیدو دي، ښاغلی بابکرخیل وویل چې ددې بند په جوړیدو سره به افغانستان په یوه رښتوني زراعتي هیواد بدل شي او د هیواد اقتصاد به نور هم پیاوړی شي.

ورپسي دخوست ولایت د ورزش امر ښاغلي عزیز ملنګ دکمال بند په پرانیستو خوښي څرګنده کړه او د مبارکۍ ترڅنګ یې محصلینو ته د ورزش اړوند ګټې هم بیان کړې.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS