خوست کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
Mon, Dec 30 2024 10:41 AM
خوست کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند غرغښت سیمه کې کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د غرغښت غوره لیګ څلورم پړاو ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د لکڼزي نیازي او شعیب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه لکڼزي نیازي لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د خپلو اتو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۹۲ منډو هدف وټاکه. شعیب لوبډلې ټاکلی هدف د خپلو دوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره د لوبې په اتم اور کې ترلاسه کړ او د اتو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو لومړۍ بریا یې په خپل نوم ثبت کړه.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې درې میاشتې به دوام وکړي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS