هلمند؛ سباوون هاشمي لوبډلې د گرشک ولسوالۍ د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
Tue, Dec 24 2024 10:14 AM
هلمند؛ سباوون هاشمي لوبډلې د گرشک ولسوالۍ د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولي له لوري د گرشک ولسوالۍ په ابو الفتح بُستي لېسه کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ابتکار تر نامه لاندې د فوټبال گروپي سيالۍ د سباوون هاشمي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د سباوون هاشمي او شمشاد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت سيالۍ ۳ پر ۳ مساوي پای ته ورسېده، خو په پینالټيانو کې سباوون هاشمي لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۸ پر ۷ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې شاوخوا يوه مياشت يې دوام وکړ.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS