د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس د‌ نيمروز ولايت له ورزشي مسولينو سره وکتل

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۲۱:۳۹
د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس د‌ نيمروز ولايت له ورزشي مسولينو سره وکتل

د‌ المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق او ورسره مل پلاوي نيمروز ولايت ته د خپل سفر په لړ کې د ياد ولايت د ورزشي مسوولينو او د فدراسيونونو له استازو سره وکتل او په‌ دغه ولايت کې يې د ورزش د ودې او ستونزو د حل په موخه خبرې وکړې.

په پيل کې د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمد الله وثيق د ياد ولايت په کچه د‌ ورزش په برخه کې د ورزشي مسولينو او استازو غوښتنې، ستونزې او لاسته راوړنې واورېدې او د هيواد په کچه يې د ورزشي لاسته راوړنو په برخه کې د نيمروز ولايت ورزشکاران برخمن وګڼل.

ښاغلي وثیق د ياد ولايت د‌ ورزشي مسولينو او فدراسيونونو له استازو وغوښتل چې په ياد ولايت کې د ورزش د ودې او پرمختګ لپاره لا زياتې هڅې وکړي، قوي همغږي ولري او د ورزش په برخه کې د خپل ولايت نوم د تل په څېر ژوندی او لوړ وساتي. نوموړي دغه راز دوی ته ډاډ ورکړ چې د ورزش اداره يې تر خپل توانه تر څنګ ولاړه ده او له‌ دوی سره به خپلې همکارۍ ژوندۍ ساتي او له دوی سره يې ژمنه وکړه، چې د دغه ولايت د رزمي ورزشونو لپاره به رېنګ هم په نيږدې راتلونکې که وسپاري تر څو د ورزشکارانو ستونزې نورې هم حل شي.

د‌ دې ترڅنګ ښاغلي مولوي احمد الله وثيق، د ياد ولايت له ورزشي اماکنو هم ليدنه وکړه او د دغه ولايت له ورزشي مسولينو يې وغوښتل، چې د ساتنې په برخه کې يې د تېر په څېر دقت وکړي او ښه ساتنه يې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۸:۴۸
Background image

کابل؛ د افغانستان وزلوبې اووم پړاو ليګ د پيل مراسم ترسره شول

د يما پطرول - افغانستان وزلوبې اووم پړاو ليګ سياليو د پيل مراسم د هېواد د ورزش ادارې د عمومي رئيس مولوي احمدالله وثيق، د ملي راډیو تلویزون رئیس قاري محمد یوسف احمدي، د کابل والي ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۸:۴۴
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۹۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې کورش دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه د ۹۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش دودیزې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۸:۴۳
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې کورش دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش دودیزې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS