کابل؛ د وزلوبې شپږم پړاو غوره لیګ سياليو په دوام، بدخشان، سرپل او یما پټرول لوبډلو برياوې خپلې کړې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۴ - ۹:۴۰
کابل؛ د وزلوبې شپږم پړاو غوره لیګ سياليو په دوام، بدخشان، سرپل او یما پټرول لوبډلو برياوې خپلې کړې

د‌ وزلوبې او نېزه وهنې شپږم پړاو غوره ليگ سياليو په لړ کې د یادو سیالیو دویم پړاو د اتو غوره لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې چې پکې بدخشان، سرپل او یما پټرول لوبډلو بریاوې خپلې کړې.

د یادو سیالیو د دویم پړاو سیالیو په لومړۍ لوبه کې بدخشان لوبډلې د ٤ پر صفر نمرو په توپیر سمنګان لوبډلې ته، په دویمه لوبه کې سرپل لوبډلې د ١٢ پر صفر نمرو په توپیر بلخ ځوانانو او درېیمه لوبه کې یما پټرول لوبډلې د ٣ پر صفر نمرو په توپیر د کندز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

ټاکل شوې چې د يادو سياليو پر دوام به سبا لومړۍ لوبه د فاریاب ځوانانو او بغلان، دویمه لوبه د سرپل او سمنګان او درېیمه لوبه به د بدخشان او بلخ ځوانانو لوبډلې ترمنځ ترسره شي.

د وزلوبې او نيزه وهنې شپږم پړاو غوره ليگ سيالۍ د المپيک، بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د وزلوبې، نیزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسيون له لوري د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د کابل ښار په يک توت لوبغالي کې پيل شوي دي، چې د ليندۍ مياشتې تر ۲۵مې نيټې پورې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۵۴
Background image

کابل کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د رزمي لوبو د کيک جيتسو سبک سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسيون له لوري د ياد رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د پسرلني جام په نوم د پنځو ولایتونو کابل، کاپيسا، پروان، لوګر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۴۶
Background image

کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه

کابل کې د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې ماراتن سبک سيالۍ ترسره شوه
د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست، د چاپيريال ساتنې ملي ادارې او د اړيکو د دفتر ( T.L.O) مؤسسې له لوري د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د (ماراتن ځغاسته او د نيالګيو کېنولو کمپاين) تر. . .

BACK TO NEWS