کابل؛ د وزلوبې شپږم پړاو غوره لیګ سياليو په دوام، د اتو غوره لوبډلو په سیالیو کې بغلان، یما پټرول او سمنګان لوبډلو برياوې خپلې کړې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۰:۲۰
کابل؛ د وزلوبې شپږم پړاو غوره لیګ سياليو په دوام، د اتو غوره لوبډلو په سیالیو کې بغلان، یما پټرول او سمنګان لوبډلو برياوې خپلې کړې

د‌ وزلوبې او نېزه وهنې شپږم پړاو غوره ليگ سياليو په لړ کې د یادو سیالیو دویم پړاو د اتو غوره لوبډلو ترمنځ پیل شوې چې پکې بغلان، یما پټرول او سمنګان لوبډلو بریاوې خپلې کړې.

د یادو سیالیو د دویم پړاو سیالیو په لومړۍ لوبه کې بغلان لوبډلې د ٢ پر یو نمرې په توپیر کندز لوبډلې ته، په دویمه لوبه کې یما پټرول لوبډلې د ١١ پر ٤ نمرو په توپیر فاریاب ځوانانو او درېیمه لوبه کې سمنګان لوبډلې د ٢ پر یو نمرې په توپیر د بلخ ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

ټاکل شوې چې د يادو سياليو پر دوام به سبا لومړۍ لوبه د بدخشان او سرپل، دویمه لوبه د کندز او فاریاب ځوانانو او درېیمه لوبه د یما پټرول او بغلان لوبډلې ترمنځ ترسره شي.

د وزلوبې او نيزه وهنې شپږم پړاو غوره ليگ سيالۍ د المپيک، بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د وزلوبې، نیزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسيون له لوري د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د کابل ښار په يک توت لوبغالي کې پيل شوي دي، چې د ليندۍ مياشتې تر ۲۵مې نيټې پورې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۶:۵۷
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د خواجه بابا. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د کندز ولایت سربېره له ګل تیپې، کلباد، قلعه زال او امام صاحب. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۶:۴۷
Background image

پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د کبډي سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولايت د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کبډي ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د کبډي سيالۍ د الــ..منصور لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS