زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۵:۱۶
زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د کېک بوکسېنګ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ چې د نویو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې د استاد روح الله یارمل کلب ورزشکارانو لومړی مقام خپل کړ.

دا سیالۍ د کېک بوکسېنګ لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د شیرخان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۵:۲۹
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د پهلواني ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د شمالي ولايتونو په کچه د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۵:۲۷
Background image

غزني کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د نېزه وهنې سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګيرو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو (۶۰ اس ځغلوونکو) ترمنځ په ۱۵. . .

BACK TO NEWS